Shahghasi Adil

Version Control System


Your creative journey starts here.
  • Unlimited access to every class
  • Supportive online creative community
  • Learn offline with Ulearna's App

Version Control Systems څه شی دی؟

دا ليکنه د سافټویر اينجينرانو، ويب ډيزاينرانو، ګرافيک ډيزاينرانو او هغه کسانو لپاره ده چې د فايلونو Management ورته ګران وي!

اول: VCS ددي لپاره کارول کېږي چې د يو يا څو فايلونو فايلونو تغيرات د وخت په تيريدو سره ثبت کړي. يعني د هر فايل د تغيراتو ورژنونه ثبت کوي او کولاى سو بيرته دا تغییرات Undo او Cancel کړو.

که چيري تاسو په ډيرو فايلونو کښي کار کوى او يا هم يوې پروژې کي کار کوى VCS ستاسو ټوله پروژه کنټرول کوي او ډيري اسانتیاوې برابرې کوي.

که چيري ضروري وه نو کولاى سو يو يا څو فايلونه بيرته يو خاص ورژن ته وګرځوو او يا تير ورژن ته، او موږ کولاى ددو فايلونو ترمنځ تغییرات مقايسه کړو چي په دي فايل / فايلونو کي کوم تغییرات راغلي دي. او په ترتيب سره کولاى سو معلومه کړو کوم تغییرات، دچا لخوا او کله په يو فايل کي رامنځته سوي دي.!

د VCS لومړی مثال:که چيرې تاسو ګرافيک ډيزاينر ياست او د يوه عکس خاص کاپې د ورژن په شکل له ځان سره وساتي او وروسته مو هغه خاصه کاپې دعکس غواړي ډير په آسانۍ سره کولاى سى.

دوهم مثال :که چیرې تاسو ويب ډيزاينر ياست او يو Layout مو جوړ کړى وي خو تغيرات مو پکښي راوستلي وي او بيرته غواړى هغه تغيرات ليري او يا هغه خاص ورژن ته په آسانۍ سره لاسرسۍ پيدا کولاى سى.

دريم مثال : د سافټویر اړوند دى زه خپله روزمره له همدې پيښې سره مخ کيږم که چېرې تاسو په يوې کمپنۍ کي سافټویر اينجينر ياست او د پروژې منيجر وغواړي چې سافټویر ته يوه خاصه ځانګړيتا غواړي خو چې دا ځانګړتيا يي خوښه نسي او بيرته ليري يي کړي او بيا لږ وخت وروسته منيجر بيرته هغه ځانګړتيا په خپل سافټویر کي وغواړي نو زموږ سره د هغو ځانګړتياوو کاپي سته .

بله خبره د Version Control System ډولونه دي دري ډوله لري.

لومړى : Local Version Control System په پخواني وختونو کې له دې سيستم څخه کار اخیستل کيدي ددي پروسيس ډير ساده وو په داخل کمپيوټر کي به يو ډيټابيس موجود وو په هغه کې به د فايلونو ورژنونه د يو Patch په شکل ذخيره کيدل! Patch مجموعه دهغو فايلونو ده چې تغيرات پکښي راغلي وي! ددي سيستم غټه کمزوري دا وه که ډيټابيس له منځه تللى واى نوري کاپيانې او patch له منځه تلل.

Local Version Control System

دوهم :Centralized Version Control System دا سيسټم نظر و لومړي سيسټم ته ډېر خوندور وو او څو کسانو کولاى سواى چي په ګډه سره پر يوې پروژې کار وکړي دا سيستم داسي جوړ وو چې يو منځنۍ سرور موجود وو او هلته د فايلونو ورژنونه پراته وه او د ټيم هر غړي لاس رسۍ ورته کولاى سو ددي سيسټم غټه کمزوري دا وه که سرور له منځه تللى واى او يا هم ويروس اخيستى ټوله خواري مو تلل.

Centralized Version Control System

دريم :Distributed Version Control Systems د اوسني عصر سيسټمونه دي ډير مشهور دي. Git ددي ګټه داده چي فايلونه هم په سرور کي موجود وي او په داخل کمپيوټر کي وي که چيرې سرور له منځه ولاړ سي داخل کې د ټولو ورژنو کاپې موجوده وي او هغه کسان په آسانى سره کار پکښي کولاى سي چي په ګروپې شکل پروژه مخته وړي دGit مشهور ډولونه Github, Gitlab, Bitbucket دي چې ترټولو مشهور يي Github دی د مايکروسافټ لخوا په کار اچول سوى دى! Git زموږ سره په Deployment کې د يو آپليکيشن ډيره مرسته کوي چې کولاى سي خاص CICD pipelines ورته جوړ کړو دا موضوع د DevOps Engineering اړوند ده! د يو سافټویر انجينر لپاره تر ټولو ضروري شى Version Control System دي چې حتماً به بلدتیا ورسره لري.

Distributed Version Control System

نوټ: په دي ليکنه کې ما د کوډ پر ځاى د فايلونو نوم ويلى دى چي موضوع عمومي سي او په ډيرو مسلکونو کې کارول کېږي

Share Your Stories, Thoughts, and Ideas with the World.

Shahghasi Adil

Full Stack Developer

1 1

1 Comments

ستاسو د تماس په هیله یم

Cookies

We use cookies to ensure you get the best experience on Ulearna.You can check our cookies policy here.