Your creative journey starts here.
- Unlimited access to every class
- Supportive online creative community
- Learn offline with Ulearna's App
- DevOps له دوو کلمو څخه جوړ دى Development او Operations د DevOps خاص هدف دادى چې د Development او IT ټيمونه په ګډه سره يو داسي پروسيس رامنځته کړي چي هغه ددې دوو ټيمونو ترمنځ اتومات او يوځاى يو سافټویر جوړ، ټيسټ، او Release يي کړي!
- DevOps کي pipelines جوړيږي ددې لپاره چې موږته د سافټویر ټيسټ او Deployment په اتومات ډول وکړي دې pipelines ته CICD ويل کيږې مکمل فورم يي Continues Integration and Continues Deployment دوى دوه اړخه لري!
- CI Pipeline په دې کښي درې برخې کيږي Build, Unit Tests, Integration Tests.
د Build په برخه کې موږ سافټویر جوړوو، د Unit Testing په برخه کې موږ د سافټویر هره برخه ټيسټ کوو، د Integration Test په برخه کې يو څو ماډيوله په ګروپي شکل ټيسټ کيږي
- CD Pipelines : په کښي هم درې برخې دي Review, Staging, Production
د Review په برخه کې موږ د کوډ بيا کتنه کوو چي کوم ځاى کې به غلطي نه وي! ، Staging اخيرنۍ مرحله ده چې وروسته موږ سافټویر و Production ته وړو په دې مرحله کې موږ دا ټيسټ کوو چې د سافټویر ټولې برخي کار کوي، د غوښتنو مطابق دى که نه دى، او Integration Testing کوو وروسته يي Production ته سپارو،Production بيا هغه مرحله ده چي موږ سافټوير پر انټرنيټ باندي Host کوو.
لیکوال: شاه غاسي عادل
Shahghasi Adil
Full Stack Developer
11 Comments