Khalid Danishyar

په ټولنیزو رسنیو کې د خوندي پاتې کېدو لپاره ۱۰ لس ضروري لارښوونې


Your creative journey starts here.
  • Unlimited access to every class
  • Supportive online creative community
  • Learn offline with Ulearna's App

نن سبا مونږ او تاسو له ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام، سنپ چټ، ټک ټاک او نور داسې زیاتې ټولنیزې رسنۍ شته چې مونږ او تاسو یې د مجازي نړۍ کې له نور سره وصل کړي یو. دغه ټولنیزي رسنۍ کېدای شي مونږ ته خورا زیات زیان واړوي، نو پدې خاطر په ټولینزو رسنیو کې د خوندي پاتې کیدو لپاره مونږ تاسو ته لس ۱۰ غوره لارښوونې در په ګوته کړي.

1.    یو غښتلی پټ نوم یا پاسورډ وکاروئ. ستاسو پاسورډ چې څومره لوی او غښتلی وي هغومره به تاسو خوندي پاتې شئ.

2.    د مختلفو ټولنیزو رسنیو د استعمال پر وخت مختلف پاسورډ استعمال کړئ. ځینې خلک شته چې ټولو رسنیو ته یې یو شان پاسورډ ورکړی وي. نو پدې سره به ستاسو معلومات خوندي نه وي.

3.    په زیاتو ټولنیزو رسنیو کې د خوندي پاتې کېدو لپاره امنیتي ځوابه پرې فعالیږي. نو تاسو هم دغه ځوابونه له مخکې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې فعاله کړئ.

4.    که چېرې تاسو ټولنیزې رسنۍ په خپل تلیفون کې استعمالوئ نو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو تلیفون پټ نوم یا پاسورډ ساتي.

5.    هغه څوک چې نه یې پیژنئ د ملګرتیا لپاره ورته درخواست مه کوئ. او هم هغه څوک چې نه پیژنئ د ملګرتیا درخواست یې مه قبلوئ. کېدای شي دا ملګرتیا ستاسو لپاره خطرناکه اوسئ.

6.    لینکونه په احتیاط سره خلاصوئ، مطلب که چېرې کوم لینک تاسو ته خطرناک ښکاره شو نو مه یې خلاصوئ. ټولینزې رسنۍ اکثره د همدې خطرناک لینکونو پوسطه هیک کیږي.

7.    ډیر پام وکړئ چې تاسو څه شریکوئ. هیڅکله خپل حساس شخصي معلومات لکه د اوسېدو ځای، مالي معلومات، تلیفون شمېره او همداسې نور هغه معلومات چې تاسو نه غواړئ له نورو سره شریک کړئ. څومره زیات چې تاسو شریکوئ نو هغومره به ستاسو هویت غلا کیږي.

8.    د هرې ټولینزې رسنۍ د استعمال څخه مخکې کوښښ وکړئ چې د هغوې د محرمیت له پالیسۍ سره اشنا شئ، چې ایا دوی ستاسو معلومات پټ ساتي او کنه تاسو باید خپل معلومات پټ کړئ.

9.    خپل کمپیوټر مو د انټي وایرس په انسټالولو سره خوندي کړئ. او همدارنګه ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو وینډوز، براوزر او نور سافټویر تر همدې تاریخه پورې اپډیټ دي او کنه.

10. په یاد وساتې، کله چې مو خپل کارونه مکمل کړل نو له رسنۍ څخه ووځۍ.


Share Your Stories, Thoughts, and Ideas with the World.

Khalid Danishyar

Web Developer

0 0

0 Comments


Cookies

We use cookies to ensure you get the best experience on Ulearna.You can check our cookies policy here.