Your creative journey starts here.
- Unlimited access to every class
- Supportive online creative community
- Learn offline with Ulearna's App
په افغانستان کي د مالیې (ټیکس) شرعي حیثیت
سوال: ځیني وايي چي ااا چي کوم مالیه (ټیکس) له اولس څخه اخلي دا غیر شرعي کار دی، تاسي ددې په هکله څه وایاست؟ که په تفصیل سره جواب سي ډېره مننه به مو وي.
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په اسلامي شریعت پر مسلمانانو باندي د زکات څخه ماسوا نوره خرچه او مصرف لازم دی، په قرآنکریم کي راځي:
و فی اموالهم حق معلوم للسائل والمحروم. (سورت معارج: ۲۴، ۲۵)
د شتمنو مسلمانانو په شتمنۍ کي د فقیرانو، بې وزلو او غریبانو حق دی، امام ابوبکر جصاص رح ددې ایت په تفسیر کي فرمايي چي د زکات څخه علاوه د شتمنو خلکو په مال کي د مسکینانو حق دی او پر دې باندي د امت اجماع ده.
امام ابوبکر جصاص دغه اجماع رانقل کړېده:
فقال ابن عمرو الحسن والشعبی و مجاهد حق سوا الزکوة واجب فی المال.... قال ابوبکر هذه الاخبار کلها مستعملة و فی المال حق سوی ا…
Imran Ullah
writer
0 Comments