Your creative journey starts here.
- Unlimited access to every class
- Supportive online creative community
- Learn offline with Ulearna's App
مونږ ټول ځینې ناړه عادتونه لرو، لکه له اوو ساعتو کم خوب کول، خپل نوکان په خوله ماتول، تمرین نه کول او زیات نور...دغه عادتونه مو په صحت ناوړه اغېزه کوي.
ډیری ناوړه عادتونه شته، چې مونږ پوهیږو چې مونږ لپاره ضررناک دي، لیکن زیات نور یې داسې دي چې مونږ یې ترسره کوو، لیکن پدې نه پوهېږو چې زمونږ بدن لپاره څومره خطرناک دي. دلته مونږ شل ۲۰ هغه عادتونه لست کړي، کوم چې ستاسو د صحت لپاره له نورو عادتونو ډیر ضررناک دي.
1. له اوو ۷ ساعتو کم خوب کوول:
ډیری خلک پدې فکر کې دي چې د ورځې لخوا لږ خوب کول د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کېدل، ښه دي. همدارنګه زده کوونکي د ازموینې په شپه تر ناوخته پورې وېښ پاتې کېږي، پدې سره به د دوی خوب پوره نشي او ازموینه کې به بې خوبه ناست وي، چې دا کار هم دوی ته خورا زیات تاوان رسوي. که چېرې تاسو تر ډیرو ورځو پورې له اوو ۷ ساعتو کم خوب وکړئ، زیات امکان لري چې تاسو بدن معافیتي سیستم او د بدن نور اجرائت له لاسه ورکړئ. کله چې ستاسو معافیتي سیستم کمزوری شي، عادي ناروغۍ به شخص په ناروغۍ مصابولی شي. پکار ده، چې هر شخص په شپه او ورځ کې له اوو ۷ څخه تر اته ۸ ساعتونو پورې خوب وکړي.
2. منفي فکر کول:
مثبه اوسئ نو هر څه به سم وي، مثبت توب هر څه دي، دغه شان جملې مونږ هره ورځ اورو. مثبت توب تعصب ندی، بلکې زمونږ د صحت مند بدن لپاره ضروري ګنل کېږي. هغه شخص به همېشه ذهني ستړیا لري، چې ملګري نلري، په ژوند کې ډیر مشکلاتو سره مخ وي او همداسې نور... دغه دوامداره ذهني ستړیا هم ستاسو معافیتي سیستم کمزوری کوي.
3. تر ډیره وخته ګوشي په غوږونږ کې ساتل:
ډیری خلک شته، چې تر ډیره وخته د ویډیو لېدلو او اډیو اورېدلو لپاره په غوږونو کې ګوشي لګوي. د ضرورت شی دی، استعمال یې کړئ خو داسې نه چې په دوامداره توګه مو په غوږونو کې ایښي وي او عادت مو وګرځي. دغه کار به مو د اورېدو حس کمزری کړي، او د وخت په تېرېدو سره به له لویو مشکلاتو سره مخ شئ. کله چې مو د ضرورت پر وخت استعمالولې نو په یاد ولرئ چې اواز یې کم کړئ.
4. تر ډیرې مودې په کووچ یا چوکۍ کې کېناستل:
تر ډیره موده په چوکۍ کېناستل او یا هم ځینې خلک کله چې په رخصتۍ لاړ شي نو تر ډیره وخته په کور کې ناست وي چې دا کار مو هم صحت ته زیان رسوي.که تلویزون ته تر ډیرې مودې کینئ نو زیات امکانات شته، چې تاسو به د زړه او سترګو تکلیف سره مخ شئ. دغه کار به مو تنبل کړي او ډیری نور روغتیائي مشکلات سره به مخ شئ.
5. خپل دروند بیګ له ځانه سره هر ځای ته وړل:
مونږ ټول دا خوښوو، تر څو هر څه له ځانه سره یو ځای یوسو، په خپل بیګ کې. له دوا څخه تر سر تیلو پورې مونږ ضرورت لرو، چې هر ځای یې له ځانه سره یوسو. په یاد ولرئ، هیڅکله هم له ځانه سره اضافي مواد په بیګ کې مه ګرځوئ، ځکه دا ستاسو اوږې او ملا ستړي کوي. کېدای شي پدې سره ستاسو غاړې یا ملا ته اوږدې مودې لپاره زیان ورسوي. نو پدې وجه له زیاتو شیانو ډک بیګ له ځانه سره هر ځای مه وړئ.
6. له سینګار سره ويده کېدل:
زیاتره وخت مېرمنې له خوشحالۍ وروسته کور ته ستړې راشي او له سینګار سره ویدې کیږي. دغه کار مو پوستګي ته زیان رسوي. همدارنګه له سترګو سینګار نه لېرې کول هم سترګو ته زیان پېښولی شي، ځکه سترګې یو له حساسو غړو څخه دي.
7. زیات خوراک کول، حتی که وږي هم نه یاست:
کله چې ستاسو د خوراک وخت معلوم نه وي، ستاسو د بدن وږي کېدو حس له منځه ځي. دا په هغه وخت کې منځته راځي، چې تاسو وږي نه یاست او تاسو خوراک کوئ. دغه کار ستاسو زړه، معدې او نور داسې ډیرې ناروغۍ منځته راوړي.
8. سیګریټ او نور نشي توکې استعمالول:
مونږ او تاسو ټول پدې پوهیږو، چې نشي توکې زمونږ صحت او ژوند ته لوی زیانونه اړوي، حتی که د ورځې یو سیګریټ هم وي. دغه کار مو نه یواځي ژوند بربادوي، بلکې د نورو په نظر کې هم یو کثیف انسان ښکارئ.
9. درواغ ویل:
تاسو ته به بهتره معلومه وي، چې درواغ له لویه ګناه ده او هم دا ستاسو په صحت باندې ناوړه آغېزې لري. دا ځکه، کله چې تاسو درواغ وویاست نو تاسو ته تشویش پېدا کېږي چې داسې نه چې رسوا شئ. د وخت په تیرېدو سره مو سردردي پېدا کېږي، تشویش مو زیاتېږي او هم نور زیات روغتیائي مشکلات منځته راوړي.
10. سهارنۍ پرېښودل:
د ورځې په جریان کې سهارنۍ تر ټولو مهم خوراک ګڼل شوی. که چېرې تاسو په دوامداره توګه سهارنۍ پرېږدئ نو ستاسو میتابولېزم سیستم او انرژي ذخیره کېدونکي حجرواتو باندې ناوړه آغېزه کيږي. سهارنۍ زمونږ په بدن کې کاربوهایدریت، پروټین او شحم زیاتوي، چې د بدن لپاره په کافي اندازه خورا مهم دي.
11. په خوله نوکان ماتوول:
زیاتره خلک خپل نوکان په خوله ماتوي، او دا یې عادت ګرځولی. ځینې خلک شته، چې د غوسې په وخت کې خپل نوکان په خوله ماتوي. دغه عادت مو نه یواځي دا چې په شخصیت مو ناوړه آغېزه کوي، بلکې ستاسو صحت ته هم خورا زیات زیان رسوي، ځکه کله چې تاسو په خوله نوکان ماتوئ، په نوکانو کې مو مختلفه ګندګي نښتې وي چې ستاسو بدن کې مختلفه قسمه ناروغۍ منځته راوړي لکه نزله، زکام او نور...
12. تر ډیرې مودې کوروالی نه کول:
تر ډیرې مودې له خپلې مېرمنې سره کوروالی نه کول زیات زیانونه اړوي. تر ډیرې مودې کوروالی نه کول ستاسو ذهن خرابوي او د وخت په تېروېدو سره مو په نورو مختلفو ذهني مشکلانو سره مخ کوي.
13. په تېزۍ خوراک کول:
زیاتره خلک خپل خوراک په پنځه دقیقو کې خلاصوي، بېدون له دې چې په خوله کې یې ښه میده کړي له خولې یې تېروي. دغه عادت مو له مختلفو تکلیفونو سره مخ کوي، لکه د بدن ګاز، نس دردي، نس پړڅېدل او نور داسې روغتیائي مشکلات. نو کوښښ وکړئ، چې د هرې نوړې په اچولو سره یې ښه مېده کړئ او خوراک مو کم تر کمه په شل ۲۰ دقیقو کې خلاص کړئ.
14. په غېر صحي اړیکو اښته کېدل:
کله چې تاسو پوه شوئ، چې اړیکه مو بې مینې ده او بې خوشحالۍ ده، دا ښه خبره ده چې پرېږدئ. کله چې تاسو داسې اړيکه درلوده چې تاسو پکې خوشحاله نه یاست او خفګان درته رسوي، نو دا کار به ستاسو صحت ته لوی زیانونه واړوي. دغه شان اړيکه ستاسو معافیتي سیستم کمزوری کوي او هم مو له فشار ناروغۍ باندې اخته کوي.
15. د مخ دانو یا داغونو په اړه ډير تشویش کول:
زیاتره انجونې د بدن د پوستکي په اړه ډیر فکر کوي. دوی داسې پوستکی غواړي، چې هیڅ داغ ونه لری.د تشویش په دغه وخت کې دوی د پوستکی په دانو او داغونو لاس وهي، پدې سره به مو دغه دانې او داغونه چې په اړه یې تاسو فکر کوئ زیاتې شي.
پورتنۍ ټولې هغه ناوړه عادتونه دي چې مونږ اوتاسو ورسره مخ یو خو په ضرر یې نه پوهیږو. زه هیله لرم چې تاسو به له پورتنۍ لیکنې ډیر څه زده کړي وي.
ژباړه: خالد دانشیار سیدي
Khalid Danishyar
Web Developer
0 Comments