Khalid Danishyar

غواړئ شتمن شئ؟ دغه لارښوونې په ياد ولرئ


Your creative journey starts here.
  • Unlimited access to every class
  • Supportive online creative community
  • Learn offline with Ulearna's App

غواړئ شتمن شئ؟ دغه لارښوونې په ياد ولرئ

د يو ډاکتر په لاس کې چاړه يو چاته ژوند وربښي، خو د يو نادان کس په لاس کې د چاړې شتون د يو چا ژوند اخيستلی شي. دا خبره مې ځکه وکړه، چې پيسې هم همدا مثال لري، له پيسو هم مثبته او هم منفي ګټه اخستل کېدای شي.

پيسې کولی شي يو ناروغ د ناروغۍ له بستره خلاص کړي، پیسې کولی شي ځوانانو ته د زده کړې زمينه برابره کړي، پیسې روغتونونه جوړولی شي، پيسې پوهنتونونه جوړولی شي، د پيسو په وسيله کولی شو د غريبو خلکو لاس نيوی وکړو او خپل اخرت پرې ښايسته کړو، پيسې کولی شي چې مونږ د الله تعالی کور (مکې) ته ورسوي او همدا شان نور ډېر کارونه چې د پيسو له لارې يې ترسره کولی شو.

تاسو هم کولی شئ، چې شتمن شئ خو لومړی بايد له پيسو سره د چلند په طريقه پوه شئ. بې وزله خلک د پيسو لپاره کار کوي، خو شتمن خلک بيا په دې فکر کې وي، چې څه ډول پيسې د دوی لپاره کار وکړي. يعنې شتمن خلک تل په يو ښه کار پانګونه کوي، تر څو عوايد يې يو پر دوه شي.

شتمن خلک لومړی د خپلو عوايدو يوه برخه ذخيره کوي، کله چې يې هغه ذخيره شوې پیسې د يو کاروبار لپاره آماده شي، نو بيا په هماغو ذخيره شوو پیسو پانګونه او يا هم کاروبار کوي. شتمن خلک هڅه کوي تر څو د عوايد لپاره يوه نه بلکې ډېرې سرچينې ولري، او د وخت په تېرېدو يې عوايد يو پر دوره او نور هم زيات شي.

زياتره خلک يوه ورځ قيمتي جامې اغوندي خو بله ورځ يې بيا داسې څه اغوستي وي چې فکر کوي تر ټولو بې وزله کس به وي. تل به هڅه کوي، چې لوړ ماډل تلیفون واخلي، لوړ ماډل موټر واخلي. نو همدا علت وي، چې يوه يې نه دوه کېږي. دا ځکه چې دغه ډول کسانو لګښت ځينې وخت تر عوايدو زيات وي.

دغه لاندې لارښوونې په ياد ولرئ او په مرسته يې ځان شتمن کړئ، تر څو ورځني ژوند مشکلات مو پرې حل کړئ.




1.   خپل ځان لپاره زيرمه برابره کړئ:

هره مياشت چې کله پيسې لاسته راوړئ نو په همغه وخت ورته پلان جوړ کړئ او د خپل ځان لپاره د تشويق يوه نقطه هم پريږدئ، که چېرې د خپل لګښت سربيره په ذخيره کې پيسې ولرئ دا به ستاسې د کاميابۍ يوه مهمه نقطه وي.

2.   د لګښتونو لست مو تيار کړئ:

خپل لګښتونه تعقيب کړئ، چې فکر مو ورځني مالي عادتونو ته واوړي، تر څو هغه بې ځايه لګښتونه چې تاسو يې کوئ خو پرې نه پوهيږئ درته په ګوته شي او مخنيوی يې وکړئ. خپل ورځني لګښتونه مو ليکل او د مختلفو پروګرامونو له لارې د دوی څارل به له تاسو سره مرسته وکړي چې بې ځايه لکښتونه مو کم يا له منځه يوسئ.

3.   پانګه اچوونه شروع کړئ:

دا پدي معنا نه ده چې اضافه پیسې مو جمعه کړئ، بلکې اصل دا دی چې د اضافه توکو له اخيستلو څخه مخنيوی وکړئ، مثلاً کله چې له کوره ووځئ او د تيرېدو پر وخت د بوټانو او د عطرو هټيو ته رسيږئ نو فکر وکړئ چې هيح مو ندي ليدلي. دا ساده او مهمه لاره ده، څو ډيرې پيسې سپما او له خپلو پيسو ښه پانګه اچوونه وکړئ.

4.   د کريډټ کارت له لارې د توکو اخستل مو محدود کړئ:

کريډټ کارت ستاسو د ذخيرې شتمنی سرسخت دښمن دی. کله چې په انټرنيټ کې د څه شي پلټنه کوئ او خوښ مو شي، تاسو زړه کېږي چې په څومره قيمته چې وي اخلي یې، نو پدې خاطر کوښښ وکړئ چې د کريډټ کارت استعمال مو محدود کړئ. کېدای شي د کريډټ کارت له لارې تاسو داسې اجناس واخلئ چې هېڅ کومه اړتيا مو ورته نه وي، نو هڅه وکړئ چې د کريډټ کارت پر ځای مستقيماً سټور ته لاړ شئ او د اړتيا وړ اجناس مو واخلئ.

5.   تل ښه شيان مه غواړئ:

د بې کيفيته شيانو اخستل يوازې دا نه چې اقتصادي ندي، بلکې ټول ضرر دي، نو د دې هدف دا نه دی چې آرزانه شيان واخلئ، بلکې باکيفيه خو کم شیان واخلئ چې دا درته اقتصادي ګټه لري، خو دا پدې معنا نده مثلاً: که غواړئ يو ښه د کاليو ماشين واخلئ، چې باکيفيه او د ښه ماډل درلودونکی وي خو تاسې سره د باکيفيته او ښه ماډل ماشين د اخستلو پيسې کمې وي نو پدې حالت کې د قرض اخستلو او يا د ډېر تشويش کولو ضرورت نشته بکلې تر خپلې وسې يو ماشين واخلئ.

6.   ټينګه اراده وکړئ چې هره مياشت به يو څه اندازه پيسې ذخيره کوئ:

په هره مياشت کې يو اندازه پيسې د سپما لپاره په خپل کريډټ کارت يا بله ذخيره کې ساتل له تاسو سره مرسته کوئ چې د مالي کچې لوړولي عادت مو ښه کړي.

7.   د امکان تر بريده د باندې له خوراکه ډډه وکړئ:

تاسې به هم نن سبا د فاسټ فوډ خوراکونو له زيانه خبرېږئ چې د روغتيا له پاره ئې لري. خو د دې خوراکونو له زيانونو يو هم ناخبري پيسې دي چې خرحوئ ئې. که غواړئ چې له دې ناخبره مصرف څخه ځانونه خلاص کړئ او په خپلو لګښتونو کې مو سپما کړې وي؛ نو ښه لاره يې په کور کې اشپزي کول او له کورنيو پاخه شوو خواړو خوند اخستل دي.

دا هو ولولئ: آيا غواړئ په ژوند کې خوشحاله اوسئ؟

8.   د يوه هدف لپاره پيسې جلا کوئ:

يو هدف وټاکئ او د هغه د ترلاسه کولو لپاره د پيسو سپما پيل کړئ، مثلاً که ته يو کور اخلې، بايد د هغه لپاره پيسې جلا کړئ، که چېرې په چکر ځې پيسې ورته جلا کړئ او که چېرې غواړئ يوه سوداګري شروع کړئ پيسې ورته جلا کړئ. لدې لارو به سپما ته بهانه پيدا شي، او تاسو به د وخت په تېريدو سره کافي اندازه سپما کړي وي.


Share Your Stories, Thoughts, and Ideas with the World.

Khalid Danishyar

Web Developer

0 1

0 Comments


Cookies

We use cookies to ensure you get the best experience on Ulearna.You can check our cookies policy here.