Your creative journey starts here.
- Unlimited access to every class
- Supportive online creative community
- Learn offline with Ulearna's App
د يو مشاور په توګه، خلک اکثره په هغه وخت ماته راځي، چې دوی خفه وي، د فشار لاندې وي او يا داسې احساس کوي چې دوی خپل اهداف لاسته نه شي راوړی، هغه اهداف چې دوی يې په ژوند کې ترلاسه کول غواړي. دوی فکر کوي چې دوی نور مخکې نشي تللی.
نو تر ټولو دمخه، زه د دوی د وخت مصرفولو په اړه پوښتنه کوم، د هغه څه په اړه ترې پوښتنه کوم چې دوی يې ترسره کوي او دوی پرې خپل وخت ضايع کوي. چې دغه کار دوی له اهدافو ته رسېدو څخه منع کوي، هغه اهداف چې دوی يې په اړه فکر کړی او غواړي چې په ژوند کې يې ترلاسه کړي.
زه فکر کوم چې مونږ ټول، په ځينې وخت کې، په هغه کارونو کې ځان مصروفوو چې هغه زمونږ په بريا کې هېڅ ډول مرسته نه کوي، بلکې زمونږ د پرمختګ مخنيوی کوي. په حقيقت کې داسې کارونه ما هم په يوه وخت کې کول، خو کله چې سوداګر شوم، ما د هرې دقيقې اهميت وپېژنده – په اولو کې ما هغه کارونه کول چې زما سوداګري يې له ودې او پرمختګ څخه منع کوله خو وروسته زه د هرې ثانيې په ارزښت پوه شوم.
مونږ ټول په ژوند کې داسې هيله لرو چې بريالي شو، خو ځينې وخت مونږ خپلې هيلې له ياده وباسو او داسې کارونه ترسره کوو چې مونږ له خپلو هيلو څخه لېرې وړي، داسې لېرې چې بیا مونږ ته زمونږ هېلې معلومې نه وي. او، ډيری وختونه بيا هغه کارونه چې مونږ له هيلو لېرې وړي نه پېژندل کېږي تر هغې چې يو بل څوک يې مونږ ته راپه ګوته نه کړي.
دا اړينه ده چې مونږ وڅېړو چې زمونږ ورځې، ساعتونه څنګه تېريږي او په کومو کارونو يې مصروفوو او په منظمه توګه د وختونو د ضايعاتو له منځه وړلو لپاره هغه کارونه او فعاليتونه ته پام وکړو او د حل لپاره يې لارې چارې يې پيدا کړو. نو، پيل کولو لپاره، دلته اته شيان دي چې بريالي کسان پرې خپل وخت نه ضايع کوي. (او تاسو يې بايد هم ضايع نه کړئ).
1. بريالي کسان نه غواړي په ټولنيزو رسنيو کې بوخت پاتې شي او وخت پر ضايع کړي:
پر ټولنيزو رسنيو کې، د فېسبوک پوهاوي لېدل، په انسټاګرام باندې د دوستانو تصويرونه کتل، په ټويټر نوي خبرونه لوستل او داسې نور، دا د ورځني ژوند يوه مهمه برخه ګڼل کېږي. مګر که تاسو خپل وخت په ټولنيزو رسنيو کې مديريت نه شۍ کړای، نو وخت به تېريږي خو تاسو به د خپلو هيلو لپاره هېڅ نه وي کړي. نو يا د وخت محدوديت وټاکئ – يعنی ټاکلي وخت کې د خبر زنګ فعال کړئ، تر څو تر ټاکلي وخت پورې له استعمال وروسته يې بند کړئ او خپلو ضروري کارونه ته مخه وکړئ. د هغه ضروري کارونو وروسته که ضرورت لرئ، بيا يې استعمال کړئ، خو پام مو وي چې وخت پرې بې ضايع تېر نه کړئ.
2. بريالي کسان خپله ورځ بيدون له پلانه نه پيلوي:
بريالي خلک يو هدف لري، دوی د همدغه هدف ترلاسه کولو لپاره د ورځې د پيل څخه ځانګړی پلان جوړوي. له پدې باوري يم چې هغه کارونه چې تاسو يې مخکې تر مخکې له ځانه سره ليکئ، تاسو کولی شئ هغه په ټاکلي وخت کې ترلاسه کړئ. داسې نه چې د ورځې له پيله تاسو د کارونه يو لوی لست جوړ کړئ، خو په ترسره کولو يې باوري نه ياست، هڅه وکړئ تر څو هغه کارونه وليکئ چې په ورځ کې يې ترسره کړای شئ. خپل ضروري کارونو ته مو مخکې توب ورکړی او هغه کارونه چې زيات وخت نيسي په مختلفو وختونو يې تقسيم کړئ. د ورځې له پيله د کارونو پلان جوړول او د ياداشت په کتابچه کې يې ليکل به له تاسو سره مرسته وکړي، چې کارونه په خپل وخت او په اسانۍ سره ترسره کړئ.
3. بريالي کسان کارونه په احساساتي ډول نه ترسره کوي:
که تاسو غواړئ په ريښتيني بريالي ژوند کې قدم واخلئ، نو تاسو بايد په هغه شيانو تمرکز وکړئ، چې په مثبت ډول ستاسو ژوند تجهيزوي. بريالي کسان په هغو کارونو خپل وخت نه ضايع کوي چې دوی په احساساتي ډول دوی ورو ورو کمزوري کوي. مخکې لدې چې ځينې پوښتنو ته هو ووياست، هڅه وکړئ فکر وکړئ چې ما لپاره ګټور دی او که بې معنا، که چېرې درته سم ښکاره شو نو هو ورته ووايۍ او ناسم وي ورته نه ووياست. د هر کار په کولو کې فکر کوئ او هېڅ کله يو کار په احساساتي ډول مه ترسره کوئ.
4. بريالي کسان د هغو شيانو په اړه انديښنه نه کوي چې دوی يې مديريت کولی نشي:
برياليو کسانو درک کړې چې د ځينې کارونو په اړه انديښنه دوی په ژوند کې هېڅ ځای ته نشي رسولی، په خاص توګه هغه وخت کې چې تاسو يې په اړه هېڅ نشۍ کولی. نو خپلې کړنې هغه طرف ته وګرځوئ، چې تاسو يې کولی شئ. د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسو يې د سرته رسولو توان ولرئ. په هغه کارونو خپل وخت مه ضايع کوئ چې تاسو ته وخت د دې توان نه درکوي چې ترسره يې کړئ.
5. بريالي کسان د منفي خلکو سره مخته تګ نه کوي:
د يوې ترسره شوې پلټنې په نتيجه ويل کېږي، هر وکړی په متوسطه ډول پنځه ۵ کسانو سره چې ډېره مينه ورسره لري، خپل ډېر وخت تېروي. که چېرې غواړئ چې تر نورو غوره اوسئ، نو هڅه وکړئ، چې غوره دوستان په خپل شاوخوا کې ولرئ. هڅه وکړئ چې له منفي فکره خلکو سره خپل با ارزښته وخت بې ځايه مه تېروي او هغوی له خپله ژوند لېرې کړئ.
6. بريالي کسان په خپلو تېرو تېروتنو ځان نه ملامتوي:
بريالي خلک تېروتنې کوي. هر څوک تېروتنې کوي. خو بريالی خلک يو شان تېروتنې بيا نه تکراروي، د تېروتنو څخه زده کړه او وده کوي، او هم ځان د هغه تېروتنو له امله بريالی کوي. نو کله هم چې يوه تېروتنه کوئ، ذهن مو داسې جوړ کړئ چې څه چې وشول هېر يې کړه ځکه تېر وخت ته ګرځېدل ناممکنه دي. د تېرې تېروتنې په اړه ځان ملامتول او ډېر فکر کول ستاسو وخت ضايع کوي، نو هڅه وکړئ چې له تېروتنو مو زده کړه وکړئ او هېر يې کړئ.
بريالي کسان د نورو فعاليتونو په اړه تکراري فکرونه نه کوي:
دا خورا ښه ده، چې د برياليو اشخاصو د ژوند په اړه ولولئ او هغوی ته وګورئ چې څنګه يې پرمختګ کړی او مخکې تللي او څه کوي، مګر کله چې تاسو په دوامداره توګه له نورو سره خپل ځان مقايسه کوئ، تاسو له پرمختګ څخه شاته پاتې کوي. خپل ذهن مو بدل کړئ. له نورو خپل ځان وهڅوئ، مګر په ياد ولرئ چې تاسو بايد يواځي خپل ځان د پرمختګ په لوري يوسئ، نه دا چې پدې خپل وخت ضايع کړئ چې همېش خپل ځان له نورو سره مقايسه کوئ.
Khalid Danishyar
Web Developer
3 Comments